په هلمند ولایت کې په دوو جلا ځایونو کې دوه موټربم بریدونه شوي دي.
دهلمند د والی ویاند عمر ځواک یک ټلویزیون ته وویل چې تیره شپه د لښکرګاه ښار د ۶۰۱شهرا کنډک کې د ملې اردو پرسرتیرو لومړی برید وشو اودوهم موټربم برید د لښکرګاه او کندهار دوه لارېپرسر د ملې امنیت پراوپراتیفی ځواکونو شوی دی.
د ښاغلي ځواب په ویناپدی برید کې ۲سرتیری وژل شوياو ۶نور ژوبل شوی دي.
هغه زیاته کړه چېلدېموټربم بریدونو وروسته هلته د وسله والو طالبانو سره مخامخ نښته هم رامنځته شوهاو وسله والو ته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته.
خو بل لور ته د بیړنيروغتون یوه ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي،یک ټلویزیون ته وویل چې دویته تیره شپه لس ژوبل شوياو څلور جسدونه ور وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورېددېبریدونو په هکله رسنیو ته څه نديویلي