د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي په وروستیو څو اونیو کې په بادغیس، هرات او بامیان ولایتونو کې د کرونا ویروس د خپریدو چټکتیا د هیواد د نورو برخو په پرتله زیاده شوې ده.
د روغتیا وزارت وایي د دې کار لامل دادی چې خلک روغتیايي سپارښتنې او ټولنیز واټن په پام کې نه نیسي.
روغتیايي چارواکي وایي دوی د ویروس کنټرولولو په موخه حالت تر څار لاندې لري.
د چارواکو په وینا دا ویروس ۸۵ سلنه د هغو کسانو له لارې لیږدول شوې چې د کرونا ویروس ناروغانو سره په اړیکه کې وو او ۱۰ سلنه نور یې د هغو کسانو په واسطه لیږل شوې چې د کرونا هیڅ نښه پکې نه ده لیدل شوې.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۸۸ مشکوکې پيښې کتل شوي چې له دې ډلې ۴۰ پيښې یې مثبتې وتلي دي.
افغانستان کې د کرونا ویروس له پيدا کیدو تر اوسه شاوخوا ۳۵زره تنه پر دغه ویروس اخته شوي او ۱۲۰۰ تنه نور ترې مړه شوي دي.