پاکستاني پوځیانو یوځل بیا پر کونړ ولایت لسګونه توغندي ورولي دي.
د کونړ د والي ویاند، عبدالغني مصمم یک تلویزیون ته وویل چې پاکستاني ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په شلتن ولسوالۍ باندې ۲۹ توغندي توغولي دي.
ښاغلي مصمم وویل په دې بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتي، خو خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
هغه وویل چې افغان امنیتي ځواکونه هم د متقابل برید لپاره د چمتووالي په حال کې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان سرحدي ولایتونه د پاکستان له خوا په توغندیو ویشتل کیږي.
کلونه کیږي چې پاکستاني پوځیان پر افغان خاوره بریدونه کوي او عام افغانان په ویني لړي.
خو تر اوسه د افغانستان حکومت په دې اړه کوم جدي اقدام نه دی کړی.
څو ورځې وړاندې هم کونړ کې شاوخوا ۱۵ تنه د پاکستان توغندیزو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي وو.