په غور ولایت کې ځایي چارواکو د قمر ګلې په نوم د یوې نجلې او طالبانو ترمنځ د یوې خونړۍ جګړې خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د رسنیو څانګې ویلي قمر ګلې له هغه وروسته د طالبانو پر ضد وسله پورته کړه چې یادې ډلې د جمعې په شپه د تیورې ولسوالۍ ګریوه سیمه کې دوه سیمه ییز پولیس او یوه میرمن ووژل.
چارواکي وایي له دې پيښې وروسته قمرګلې او د هغې ۱۲ کلن وررو د طالبانو پر ضد جګړه وکړه او یاده ډله یې له ګریوې سیمې و ایستل.
د غور ولایت مقام په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پاتې نور په تیښته بریالي شول.
په اعلامیه کې ویل شوي چې اوس د سیمې نارینه او ښځو وسله پورته کړې او د خپلې سیمې دفاع کوي.
په وروستیو څو اونیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زیاتې شوي دي.