بلخ کې د ښځو چارو ریاست وایي دغه ولایت کې د کرونا ویروس خپریدو په بهیر کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، بې وزلي، له خپلو حقونو د ښځو ناخبري او میرمنو ته د حکومت بې پامي، په بلخ کې د کورني تاوتریخوالي د ډیریدو عوامل شوي دي.
د بلخ د ښځو چارو رئیسې، شهلا حدید ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې د ښځو چارو ریاست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۳ قضیې ثبت شوي دي.
په بلخ کې د مدني ټولنې غړي هم له عدلي او قضایي ارګانونو غواړي چې د کورني تاوتریخوالي پيښو ته جدي رسیدنه وکړي.
د یادولو ده چې تیر کال په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۸۹ پيښې ثبت شوې وې.