د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي په پکتیا ولایت کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول او ۴ نور یې ټپیان شول چې پر امنیتي ځواکونو یې برید وکړ.
د دغه قول اردو په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو تیره شپه د پکتیا ولایت د څمکنيو٬ احمداباد ٬او وزېځدراڼ ولسوالۍ اړوند سیمو کې پر ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه وکړل.
ياد بريدونه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د توپچی ځواکونو په مرسته له ماتې سره مخ شوي.
د اعلامیې پر بنسټ، پهڅمکنیو کې ۷ تنه طالبان وژل شوي ۲ تنه ټپيان٬ احمداباد کې۵ تنه وژل شوې یو تن ټپي او وزېځدراڼ ولسوالۍ کې۶ تنه وژل شوې او یو تن ټپي شوی دی.
د دې ترڅنګ د وسله والو طالبانو یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
په دغه بریدونو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو ۲. تنه منسوبین هم ټپیان شوي.