که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له هوکړې څه باندې څلور میاشتې تیرې شوي، خو تر اوسه د دغه تړون غوښینه برخه نه ده عملي شوې.
د دغه تړون له مخې باید د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان د لسو ورځو په اوږدې یعني د تیر کال کب میاشتې تر شلمې د افغانستان له زندانونو ازاد شوي وای او له هغه وروسته بین الافغاني خبرې پيل شوې وای، خو اوس چې د دغه تړون له لاسلیک کیدو څه باندې څلور میاشتې تیرې شوي دي، د زندانیانو خوشې کیدو او بین الافغاني خبرو پیلیدو نیټې او ځای په اړه معلومات نشته.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي طالبان باید بین الافغاني خبرو لپاره تاوتریخوالی بند کړي، خو طالبانو په تازه غبرګون کې د حکومت دا غوښتنه غیر منطقي بللې ده.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو ترخوشې کیدو او بین الافغاني خبرو تر پيلیدو پورې جګړې ته دوام ورکوي.
همداشان د طالبانو او امریکا هوکړه کې د طالبانو او القاعده ډلې د اړیکو د پرې کیدو خبره هم شوې ده، خو رپوټوڼه وایي چې طالبان لاهم له دغې دلې سره نږدې اړیکې لري.
په تړون کې پر دې هم هوکړه شوې چې طالبان به پر بهرنیو ځواکونو، لویو لارو او ولسوالیو باندې بریدونه نه کوي.
که څه هم طالبانو تر اوسه پر بهرنیو سرتیرو برید نه دی کړی، خو د هیواد پر یو شمیر لویو لارو او ولسوالۍ باندې د ډلییزو بریدونو رپوټونه په کراتو خپاره شوي دي.
د لغمان ولایت علشنګ ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې د طالبانو برید
د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ باندې د طالبانو موټربم برید
د غزني ده یک ولسوالۍ د پولیسو پر قومندان د طالبانو برید
د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې د طالبانو موټربم برید
او د بغلان – سمنګانو پر لویه لاره د طالبانو برید، د بریدونو هغه بیلګې دي چې طالبانو له امریکا سره تر تړون وروسته په ترسره کړي دي.
د طالبانو ویاند د دوحې تړون د بشپړ عملي کیدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دوی له دې پرته له جګړې بله لاره نه لري.
په داسې حال کې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د بین الافغاني خبرو د پيلیدو یواځینۍ لاره د طالبانو له لوري د جګړې بندول بولي.