افغان امنیتي ځواکونو د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې په ډزو وژلی دی.
د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي، نن دوشنبه په دغه ولایت کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته تر رسیدو مخکې د پولیسو لخوا په ډزو وژل شوی.
سردار ولي تبسم وایي، نن د غرمې ۱۱:۲۰بجې د ګردېز ښار د حوزوي روغتون مخې ته پولیسو یو تن چې، ځانمرګی واسکټ یې پر تن و، ویشتلی دی.
تراوسه کومې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.