عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې وایي عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې فرمان په لاسلیک کیدو سره د نوې کابینې نوماندان وزیرانو د معرفي کیدو پر وړاندې لوی خنډ له منځه تللی دی.
دوی وایي ډير ژر به د سپیدار ماڼۍ د نوماندانو لیست ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپارل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه ونه ویل.
ویل کیږي چې تر اوسه د نوې کابینې د نوماند وزیرانو ټاکل کیدل د دوستم د مارشالۍ څرنګوالي باندې د مخالفتونو له امله ځنډیدلي و.
عبدالرشید دوستم په رسمي ډول د افغانستان د دریم مارشال په نوم ونومول شي.
افغانستان تردې وړاندې دوه نور مارشالان هم لرل، چې یو یې د پخواني ولسمشر محمد ظاهرشاه تره، شاه ولي خان او دویم یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال، محمد قسیم فهیم و.
په داسې حال کې چې د مارشالۍ رتبه یوه پوځي رتبه ده، خو د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي چې دوستم ته دا رتبه د سیاسي لانجو حل او امنیت تامین له امله ورکړل شوې ده.
بله خوا د ملي جنبش ګوند وایي دوستم ته د مارشالۍ رتبې ترڅنګ، د دولت عالي شورا او ملي امنیت شورا کې غړیتوب هم ورکړل شوی دی، کوم چې د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ د سیاسي هوکړه یوه برخه وه.
دوستم ته د دې ترڅنګ، د ولسمشر د لومړي مرستیال امتیازونه او امنیتي پروتوکل هم ترلاسه کړی دی.