د امریکا دفاع وزارت وایي افغانستان کې د القاعدې شبکې سیمه ییزې څانګې طالبانو سره خپلې اړیکې ساتلې دي.
د امریکا دفاع وزارت پرون خپل خپور کړي رپوټ کې وویل چې طالبانو امریکا سره تر هوکړه لیک وروسته هم د هند شبه قاره کې القاعدې سره خپلې اړیکې ساتلې دي.
ملګرو ملتونو هم د تیرې میاشتې رپوټ کې یې ویلي وو چې طالبان القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري. طالبانو د ملګرو ملتونو رپوټ رد کړی خو د امریکادفاع وزارت د پرون ورځې رپوټ په اړه یې تراوسه څه ندي ویلي.
د امریکا دفاع وزارت دا هم ویلي چې روسیه افغانستان کې طالبانو او نورو ډلو سره په فعاله توګه کار کوي څو افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو لړۍ ګړندۍ شي.
د دغه رپوټ پر بنسټ مسکو د افغانانو خپلمنځي خبرو د اسانولو په لټه کې دی او هغه د لنډمهاله حکومت جوړښت لپاره غوره کړنلارې ته ورته بولي.
له دې سره بیا ولسمشر غني پرون د خپلو څرګندونو پرمهال د افغانستان سولې خبرو په پایله کې د لنډمهاله حکومت د رامنځته کیدو طرحې ردولو سره وویل چې د افغانستان اساسي قانون په دې تړاو صراحت لري.