امريکا وايي ايران لاهم د طالبانو او القاعده ډلې ملاتړ کوي او د القاعدې اړوند يوې شبکې ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته وسلې او ځواکونه وليږدوي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت په خپل کلني رپوټ کې ايران په نړۍ کې د ترهګرو تر ټولو لوى ملاتړى بللى او ويلي يې دي چې دغه هيواد د القاعدې ځينو غړو ته په ايران کې د ميشتيدو اجازه ورکوي.
امريکا ايران په دې تورن کړى چې هر کال تر ۷ سوه ميليون ډالرو پورې پر ترهګريزو فعاليتونو لګوي، چې ددې پيسو يوه برخه افغانستان کې القاعدې او طالبانو ته هم رسيږي.
په رپوټ کې پاکستان هيواد هم د داعش خراسان ډلې، القاعدې، حقاني شبکې او طالبانو په څير ترهګرو يو پټنځاى او د تيريدو لار بلل شوى دى.
په رپوت کې په افغانستان کې د داعش او القاعدې پر وړاندې د افغان څواکونو عمليات ستايل شوي، خو يادونه شوې چې لاهم افغانستان کې نږدې ۱۰۰۰ تنه داعش جنګيالي حضور لري.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانانو په باور ايران او پاکستان له لسيزو راهيسې د ترهګرو ډلو ملاتړ او افغانستان کې لاسوهنه کوي.