د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي شوني ده چې د سولې لپاره له طالبانو سره د موقت حکومت پر جوړېدو بحث وکړي.
عبدالله د امريکا د سولې ستراتيژيک مرکز سره خبرو کې ويلي چې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت باید ضایع نه شي، افغان حکومت او طالبانو ته په کار ده چې پر خپل دریځ ډېر کلک ونه درېږي، بلکې په خپلو افکارو کې دې نرمښت راولي.
هغه ویلي که طالبان د سولې لپاره د موقت حکومت شرط اېږدي نو دوی تیار دي چې په دې اړه بحثونه ورسره وکړي.
ډاکټر عبدالله همدا راز سوله د افغانستان لپاره لومړیتوب بللې او په خبره یې چې په دې برخه کې به د نړیوالو په ملاتړ چټکه هڅه کوي.
هغه د تاوتریخوالي اوسنی وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او په خبره یې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه باید راکمه کړل شي او د سولې لپاره دې د باور فضا پیاوړې شي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو په دې وروستيو کې د حکومتي ځواکونو پر پوستو بريدونه زيات کړي دي.