د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وايي د دوى ارزونې ښيي چې افغانستان کې د کرونا ويروس خپريدل مخ په کميدو دي.
دا په داسې حال کې دي چې ښاغلي عثماني دوې ورځې وړاندې په هرات ولايت کې ويلي و چې هيواد کې به کرونا ويروس تر راتلونکو دوو مياشتو پورې تر ټولو لوړې کچې ته ورسيږي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس تيره شپه او ورځ کې د کرونا ويروس ۴۰۹ تازه پيښې ثبت شوي او ۱۲ کسان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.
تر اوسه افغانستان کې ددغې ناروغۍ له امله ۵۸۰ تنه مړه شوي دي.
بله خوا، افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سياسي استازولۍ پر روغتيايي مرکزونو د بريدونو زياتيدو ته انديښنه ښودلې ده.
دغه بنسټ وايي تيرو دريو مياشتو کې ۱۵ ځلې پر روغتيايي مرکزونو بريدونه شوي دي. له دغو بريدونو ۱۲ يې قصدي بلل شوي چې لس هغه يې طالبانو او دوه نور يې د افغان حکومت ملاتړو ځواکونو پورې تړل شوي دي.
اوس د روغتيا وزارت د دغو روغتونونو د بيا پيليدو خبر ورکړى دى؛ خو د بې پولې ډاکټرانو سازمان له شتون پرته.
له دې سره سره، يو شمير سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو افغانستان سره د کرونا پر ضد د مبارزې په برخه کې د مرستو پر دوام ټينګار کړى دى.
د اسلامي همکاريو سازمان او د ملګرو ملتونو سازمان له يادو سازمانونو نه دي.