د ناټو عمومي منشي، ينس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو دویمې ورځې په پای کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره شرایط د بل هر وخت په پرتله زیات برابر دي او ناټو له هغو هڅو څخه چې د بین الافغاني خبرو د ترسره کېدو لامل شي، هرکلی کوي.
نوموړی زياته کړې چې په افغانستان کې وضعیت لا هم پیچلی او ستونزمن دی او په دې هېواد کې د سولې بهیر کې د پرمختګونو سربیره تاوتریخوالي دوام موندلی دی. هغه همداشان ويلي چې فغانستان له بل هر وخت څخه زیات د سولې ټینګښت لپاره نږدې شوی دی. بله خوا د امریکا مرکزي ځواکونو قوماندان تاییدوي چې هېواد یې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمیر اته زره او شپږ سوه تنو ته راکم کړی او که چیري طالبان خپلو ژمنو باندې عمل وکړي امریکا به د راتلونکې مي میاشتي پورې له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي.