د افغانستان د اسلامي جمعيت ګوند مشر، صلاح الدين رباني وايي عبدالله عبدالله د قانون او د خلکو د رايو خلاف، د مصالحې په نوم معامله کړې ده.
ښاغلي رباني نن پنجشنبه په کابل کې د برهان الدين رباني بنسټ پرانستلو مراسمو کې خبرې کولې.
رباني له ولسمشر غني سره د مصالحې ملي شورا د مشر عبدالله عبدالله پر سياسي جوړجاړي نيوکه وکړه، ويې ويل چې عبدالله د ولس پر ارادې سترګې پټې کړې او د مصالحې په نوم يې ماموريته ته غاړه کيښوده.
ده د جمعيت پر يو شمير نورو غړو هم له دې امله نيوکه وکړه چې کني تيرو ټاکنو کې يې د ژمنې او د ګوند د ارزښتونو خلاف پريکړه کړې ده.
صلاح الدين رباني د تير کال ټاکنو کې عبدالله عبدالله د جمعيت له ادرسه نوماند کړ او د ټاکنو اړوند ناورين کې يې هم په کلکه ترڅنګ ولاړ و؛ خو رباني د عبدالله او غني له سياسي جوړجاړي او د حکومت له ويش سره مخالفت وکړ او له عبدالله يې لاره بيله کړه.
تر اوسه د عبدالله عبدالله دفتر ددې نيوکې په اړه څه نه دي ويلي.
ښاغلي رباني په خپلو خبرو کې همداشان د سولې روان بهير په اړه وويل چې دغه بهير کې بايد ټول داخلي اړخونه په ماناداره ډول ونډه ولري.
دده په وينا که چيرې سوله د هيواد پر وګړو وتپل شي، نو له ماتې سره به مخ شي. هغه زياته کړه چې افغانستان بايد د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره روښانه بهرنى سياست ولري، ځکه چې دده په وينا سولې لپاره له سيمه ييزې او نړيوالې اجماع پرته به دغه سو له خپل مقصد ته ونه رسيږي.