د عامې روغتیا وزارت نن چهار شنبه اعلان کړی چې ېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تازه ۵٦۴ پېښې ثبت شوي دي.
افغانستان کې د کرونا ویروس ناروغان ۲٦ زرو واوښتل تازه د عامې روغتیا وزارت نن سه شنبه اعلان کړی چې ېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تازه ۵٦۴ پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲٦۸۷۴ ته رسیدلی دی.
هرات او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزیر وايي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي. تر اوسه هېواد کې له درې سوو زیات کسان له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي. دا ویروس په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.