د عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې ٦۵٦ تنه په کوید نولس ناروغۍ باندې اخته شوي دي.
له دې سره ټولیزه شمیره په ټول هېواد کې درویشت زره او پنځه سوه شپږڅلویښت ته ورسیده.
همدارنګه په تيره یوه شپه او ورځ کې شل تنه ددې ناروغۍ له امله مړه شوي او شپږ سوه دوه تنه نور بیا بیرته ترې روغ شوي دي.
روغتیا وزارت وايي له پيله تر اوسه د کرونا له امله د مړو شوو شمیر څلور سوه او شپږ څلویښت تنو ته رسیدلی او همدارنګه درې زره نهه سوه اته ویشت تنه نور بیرته روغ شوي دي.