د فیسبوک کاروونکو د اطلاعاتو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې له افشا کیدو وروسته د دغې شبکې د سهامو ارزښت په په یوه اونۍ کې ۵۸ میلیارډ ډالر کم شوی دی.
د فیسبوک ټولنیزې شبکې کاروونکو له اطلاعاتو د ناوړه ګټنې له په ډاکه کیدو او د مجازي نړۍ پر دغې برخې د نیوکه کوونکي غورځنګ په لار اچولو وروسته، یوه اوونۍ کې د فیسبوک د سهامو ارزښت اته پنځوس میلیارده ډالره کموالی موندلی.
سره له دې چې د فیسبوک بنسټ ایښودونکي او مسول یې بخښه غوښتي، خو د فیسبوک زرګونه کسانو دغه پاڼه کې خپل حسابونه بند کړي او د فیسبوک سلګونه پانګوالو هم په بازار کې د خپلو سهامو د پلورلو خبرداری ورکړی.
فیسبوک ته دا سرخوږی له هغه وروسته پيدا شو چې د سیاسي مشاورې یوه شرکت وتوانید چې د پنځوس میلیونو کاروونکو د اکاونټونو شخصي معلوماتو ته لاسرسۍ ومومي.
له دغو معلوماتو د امریکا د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې پر کمپاینونو د اغیز شیندلو په توګه ګټه اخیستل شوې ده.