د اطلاتو او کلتور وزارت د نشرانو معین، عبدالمنان شیوای شرق وایي سیمه ییز چارواکو د والیانو د سترګو پر وړاندې د کرونا سره د مبارزې له پيسو غلا کړي دي.
افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو له پيله تر اوسه اووه میلیارد ډالر دغه ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره ځانګړي شوي دي.
د مالیې وزارت وایي دا پيسې د مرکز او ولایتونو لپاره دي او دوی یې د لګولو څرنګوالي په اړه معلومات نه لري.
د کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننگرهار ولایتونو کرونا سره مبارزې لپاره تر نورو زیاتې پيسې ترلاسه کړي دي.
په داسې حال کې چې پخوا هم د کرونا پر وړاندې د مبارزې سیمه ییزو چارواکو له لوري اړونده بودجه کې د فساد رپوټونه خپاره شوي دي، خو اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشرانو معین وایي دا کار د والیانو د سترګو پر وړاندې شوی دی.
ښاغلي شرق نن چهارشنبې په کابل کې د روغتیا وزارت معین او کابل والي سره یوځای خبري ناسته لرله.
هغه وویل په یو شمیر ولایتونو کې کرونا سره د مبارزې توکي د له اصلي بیو له دوه چندو زیاتې پیسې اخیستل شوي او دې برخه کې پراخ فساد شوی دی.
ده د هغو چپرګټونو یادونه وکړه چې په وینا یې اصلي بیه یې ۱۷زره افغانۍ ده، خو په ۴۸زرو افغانیو د اخیستو ادعا یې شوې ده.
د افغاستان د روڼتیا څارونکی بنسټ هم وایي د کرونا برخه کې د پیسو لګولو څرنګوالي په اړه هیڅ معلومات نشته.