د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي غواړي چې امریکايي ځواکونه په بشپړه توګه او د امریکا تر ټاکنو وړاندې له افغانستانه وباسي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو په تړاو ویلي: “موږ نولس کاله کیږي چې هلته یو، زه فکر کوم دا بسه کوي… موږ هرکله چې وغواړو کولی شو هلته بیا ور وګرځو.”
سرچینې ویلي امریکايي لوړپوړي پوځي چارواکي به په راتلونکو ورځو کې د ځواکونو بشپړ وتلو په تړاو یو مهالویش ټرمپ ته وړاندې کړي.
د با خبرو سرچینو په حواله، ټرمپ غواړي چې خپل ټول ځواکونه د امریکا له ټاکنو وړاندې د نوامبر میاشت کې له افغانستانه وباسي، ترڅو ټاکنیز کمپاین ورته وشي.
د دوی په وینا، یو احتمال دادی چې د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالویش د امریکا له ټاکنو وړاندې چمتو شي، خو وایي هڅه کوي چې دا پروګرام یو څه پڅ کړي.
د نیویارک ټایمز د رپوټ پر اساس، امریکایي پوځيان په دې باور دي چې له افغانستانه بیړنۍ وتنه به د امریکا او طالبانو پر تړون منفي اغیز وکړي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو بشپړ وتل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې یوه برخه ده.