د افغانستان د ملي امنیت شورا اعلان کړی چې نن د سه شنبې په ورځ د طالبانو ۹۰۰ تنه بندیان د هیواد له زندانونو ازادوي.
ددغې شورا ویاند جاوېد فیصل په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دغه بندیان د سولې هڅو د بریا، د اوربند دوام او مخامخ خبرو ژر پیلیدو په موخه ازادیږي.
ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د اختر لمانځه وروسته وینا کې وویل، د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ به چټکه کړي.
نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې د حکومت بندیان خوشي کړي.
ا فغان ولسمشر وړم ماښام بیا وویل، د ښه نیت لپاره دوه زره طالب بندیان خوشي کوي طالبانو د کوچني اختر په شپه درې ورځې اوربند اعلان کړ او په غبرګون کې ولسمشر غني هم خپلو ځواکونو لارښوونه وکړه چې پر طالبانو دې بریدونه نه کوي.
د ښکېلو لورو دا ګام د امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له هرکلي سره مخ شو. .