په هرات ولایت کې د طالبانو یو پوځي قومندان هغه مهال د افغان ځواکونو له لوري ونیول شو، چې د سپاه پاسدارانو له موټره ښکته شو.
د هرات د ملي امنیت چارواکو ویلي دغه کس قاري شفیع نومیږي چې په حافظ عمري مشهور دی او په کرخ ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي قومندان و.
حافظ عمري د هرات ولایت لویو لارو د امنیت خرابولو باندې هم تورن دی.
دهرات د ملي امنیت ادارې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه جنګي قومندان هغه مهال په سیاه تپه سیمه کې نیول شوی چې د ایران د سپاه پاسدارانو له موټر ښکته کیده او غوښتل یې چې شینډنډ ولسوالۍ ته پاشتان اوبو بند باندې بریدونو او د لویو لارو امنیت خرابولو لپاره ورشي.
طالبانو یا ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ملي امنیت عمومي ریاست هم په هرات کې د طالبانو د دغه قومندان د نیول خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه کسان پر عامه تاسیساتو او اوبو بندونو باندې بریدونه کول، خو ایران سره د هغه لاس لرلو په اړه یې څه نه دي ویلي.
ایران په کراتو د افغان او امریکايي چارواکو له لوري د طالبانو پر ملاتړ تورن شوی دی، خو ایراني چارواکو تل دا خبرې رد کړي دي.