د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبې اعلان کړی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴۹۲ تازه پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۸۰۰۰ واوښت.
هرات او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
تر اوسه هېواد کېنږدې ۲۰۰ تنه له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي.
دا ویروس په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.