په فاریاب ولایت کې ځایي چارواکي وایي د ترکمنستان هیواد له لوري د خوراکي توکو مرستې، چې یوه اونۍ وړاندې د طالبانو له لوري ګرځول شوي و، خوسا شوي دي.
د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار ویلي که څه هم د سیمې قوم مشرانو او مخورو هڅه وکړه چې دغه بشر دوستانه مرستې د خبرو له لارې له طالبانو وباسي، خو کومه ګټه یې ونه کړه.
په دغو توکو کې چې کابو پنځو لویو موټرو کې بار و، ترکارۍ بسکیټ او نور توکي شامل دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.