ولسمشر غني د یو حکم له لارې ایران سره پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژلو د ژورې او هراړخیزې ارزونې په موخه د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ نظامي سرمفتش محمدحمید طهماسي په مشرۍ لس کسیز پلاوی وګوماره.
د ولسي جرګې، د کورنیو چارو، ملي دفاع، بهرنیو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست، د هرات ولایت مقام، د ولایتي شورا او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د پنځمې سرحدي لوا باصلاحیته استازي د دغه پلاوي غړیتوب لري.
دغه ګومارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د هرات ولایت مقام سره په همکارۍ موضوع په دقیقه او هراړخیزه توګه وارزوي او خپلې او موندنې ژر تر ژره د ملي امنیت شورا دفتر له لارې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
دا له هغه وروسته کیږي چې د رپوټونو پر بنسټ د اېران پوله ساتونکو څه موده وړاندې څه باندې پنځوس تنه افغانان تر شکنجه کولو وروسته سیند ته غورځولي دي.