د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي طالبانو د روژې میاشتې په لومړنیو ۷ ورځو کې ۱۷ تنه ملکي وګړي وژلي دي.
د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي د رمضان اولو اوو ورځو کې طالبانو په ۱۷ ولایتونو کې ۱۷ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.
وړاندې په یوه رپوټ کې ویل شوي وچې طالبانو امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته افغانستان کېله 4500 زیات بریدونه کړي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک کیدو وروسته تمه وه چې افغانستان کې به د تاوتریخوالي کچه کمه شي خو طالبانو خپل بریدونه کم نه کړل.