وسله والو طالبانو د بلخ زاري ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو پر پوستو برید کړی ۱۴ تنه سرتیري يې وژلي او شل نور یې ټپیان کړي دي.
د زاري ولسوالۍ ولسوال سیف الرحمان رحماني ويلي طالبانو تېره شپه پر حکومتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې پایله کې یې د نهو تنو پوځیانو په ګډون ۱۴ سرتیري وژل شوي او د پاڅون کوونکو په ګډون شل سرتیري ټپیان شوي دي.
ښاغلي رحماني ويلي چې هوایي ځواکونه له څو ساعته نښتې وروسته سیمې ته رسیدلي او طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
رحماني زیاتوي که څه هم جګړه ختمه شوې خو لاهم مرستندوی ځواکونه سیمې ته نه دي رسیدلي او طالبان د ولسوالۍ شاوخوا کې حضور لري.
دی وایي که چېرې سیمې ته کمکي ځواکونه ونه رسیږي وضع به نوره هم خرابه شي.
شمال کې شاهین قول اردو هم پېښه تاییده کړې او ویلي یې دي چې دې پېښه کې شپږ سرتیري وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له ټړون وروسته تمه وه چې افغانستان کې به د تاوتریخوالي کچه کمه شي خو طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه کم نه کړل.