په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په نتیجه کې ۲۱ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه اعلامیه کې ويلي تېره شپه وسله والو د لوګر ولايت په بر کي برک ولسوالۍ کې د ملي امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريد پلان درلود خو په سيمه کې ميشتو ملي امنيتي ځواکونو د دوی د بريد په پلان له خبريدو سره سم د هوايي او توپحې ځواکونو په ملتيا د فعال دفاعي حالت په چوکاټ کې د وسله والو طالبانو بريد پلان مکمل له ناکامۍ سره مخ کړي. پدې نښته کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي تنه یې ۶ تنه ټپیان دي.