وسله والو طالبانو د افغان حکومت د ۴۰ تنو نورو بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکړی.
د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین وایي دغه بندیان نن پنجشنبې په کندز ولایت کې ازاد شوي دي.
سهیل شاهین ویلي دوی هڅه کوي چې د بندیانو د خوشې کیدو لړۍ د کرونا ویروس د خپریدو له امله ګړندی کړي.
دا په داسې حال کې دي چې هره اونۍ لسګونه امنیتي سرتیري او ملکیان د طالبانو په بریدونو کې وژل کیږي.