د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ځیني غړي ګواښ کوي چې که چېرې عبدالله د مصالحې شورا مشري ومني، نو دوي به له هغه نه خپلې لارې بېلې کړي.
ښکاري چې هېواد کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د طرحې جوړولو کې په ثبات او همپالنې ټیم کې د ټیم د غړو ترمنځ اختلافونه را ولاړ شوي دي.
د ټیم ځیني غړي د ټاکنو پر لغوه کیدو او د صدارت مقام پر جوړیدو ټینګار کوي، خو یو شمېر نور بیا د مصالحې عالي شورا او حکومت کې د پنځوس سلنې واک ترلاسه کولو باندې بسنه کوي. اوس د ټيم د صدارت او د ټاکنو د لغوه کیدو پلویان وايي که چېرې عبدالله د دوی غوښتنه ونه مني، نو خپلې لارې به ترې بیلې کړي.
د یادولو وړ دی چې سپېدار ماڼۍ د دغو اختلافونو په اړه څه نه وایي، خو صلاح الدین رباني د غويي اتمې په مناسبت اعلامیه کې وویل چې دوی د ماموریت او امتیاز غوښتنې په لټه کې نه دي. په داسې حال کې چې افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره کورني او بهرني فشارونه زیات شوي دي، خو ښکاري چې لاهم دغې چارې لپاره په نږدې راتلونکي کې د تمې څرک نشته.