افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیزاد له طالبانو غوښتي چې د روژې په مبارکه میاشت کې بشردوستانه اوربند ته غاړه کیږدي.
خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي روژه غوره فرصت دی چې طالبان بشردوستانه اوربند وکړي او تاوتریخوالی راکم کړي.
نوموړي ویلي په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله ناورین رامنځته شوی نو طالبانو ته هم په کار ده چې ددغې پدیدې پر وړاندې د مبارزې په موده کې له جګړو لاس په سر شي.
هغه پر افغان حکومت او طالبانو دا غږ هم کړی چې ژر تر ژره دې د بندیانو د خوشي کولو لړۍ چټکه او د سولې په لارې کې دې شته خنډونه لرې کړي.
خلیلزاد په خپلو تازه ټویټونو کې پر افغان سیایي مشرانو هم غږ کړی چې د شخصي ګټو پر ځاي د هېواد ګټې په پام کې ونیسي او سیاسي جوړجاړی رامنځته کړي.
طالبانو د اوربند او د تاوتریخوالي د کمیدو غوښتنه رد کړې ده.