په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وایي دغه هېواد کې د تاوتریخوالي په موجودیت کې له کرونا سره مبارزه تقریباً ناشونې ده.
جنرال سکاټ مېلر ويلي کرونا ویروس ان هغه هېوادونه سخت ځپلي چې امن او امان پکې دي, خو په افغانستان کې ددغه وژونکي ویروس له پراختیا سره هممهاله تاوتریخوالی او جګړه هم روانه ده.
دده په وینا د جګړې او تاوتریخوالي له دوام سره هممهاله د کرونا پر وړاندې مبارزه ناممکنه ده نو ښایي خطرناکې پایلې ولري.
هغه یو ځل بیا ویلي چې کرونا د افغانستان هره برخه زیانمنولی شي نو ددې اړتیا ده چې اوربند وشي او جګړې و درول شي.
تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو او ځینو هېوادونو ددې غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې باید جګړه ودرول شي او د کرونا پر وړاندې مبارزې ته لومړیتوب ورکړل شي, خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.