افغان سولې لپاره د امریکا ځنګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه له هندي چارواکو سره خبرې کړي دي.
ښاغلي خلیلزاد په خپلو تازه ټویټونو کې لیکلي چې، نوموړي د هند د بهرنیو چارو له وزیر “اس جي شنکر” سره د افغانستان اړوند مسایلو ترڅنګ د طالبانو او حکومت له لورې د بندیانو خوشې کېدلو بهیر پر چټکوالي او د بین الافغاني خبرو د پیل په تړاو هم خبرې کړي دي.
هغه لیکلي: “پرون د هند د باندنیو چارو وزیر ډاکټر جي شنکر سره د افغانستان د سولې بهير د وروستيو مسایلو په اړه وغږیدم. موږ د کورني سیاسي کړکیچ د بیړني هواري او پر دې اهمیت وغږیدلو چې افغان مشران یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.”
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په افغانستان کې له ټاکنو وروسته په دغه هېواد کې د سیاسي بحران د حل او د سولې پروسې د چټکوالي په اړه خبرې داسې مهال کوي چې ویل کېږي دا دواړه پروسې ورو روانې دي.