د کندهار امنیه قوماندان ويلي د طالبانو له لخوا په کندهار کي د سولي په نوم خوشې شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.
تورنجنرال تادین خان نن په یوې اعلامیه کي ویلي، د شلو کسانو له ډلي یوه یې په 1398 کال کې په پولیسو کي دنده درلوده، خو وروسته یې پرې ایښې وه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو پرون د شلو دولتي بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ.
د کندهار د ولايت چارواکي وايي، چي ددې کسانو د پېژندولو او تثبت پروسه روانه ده.