د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له افغانستانه غوښتي چې په افغانستان کې د داعش نیول شوی مشر اسلم فاروقي دوی ته وسپاري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ويلي چې اسلم فاروقي په افغانستان کې د پاکستان پر ضد فعاليتونه کول نو لازمه ده چې دوی ته وسپارل شي.
پاکستان په همدې موخه د افغانستان سفیر عاطف مشعل احضار کړی دی او په افغانستان کې د داعش د فعاليتونو په اړه یې خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو څو ورځې وړاندې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي له خپلو ګڼو نورو ملګرو او قوماندانانو سره يو ځای د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.
ملي امنیت ویلي اسلم فاروقي د پاکستان تذکره لري او د اورکزو ایجنسۍ اوسیدونکی دی .