د نړۍ په کچه د کرونا لمن تر غوړیدو وروسته اوس رپوټونه ښيي چې دغې ناروغۍ تر اوسه څه باندې نیم میلیونه وګړي پر ځان اخته کړي دي.
په امریکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر ۸۵زرو ته رسیدلی دی، هغه شمیر چې له چینه هم زیات دی.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د شمیرو له مخې په چین کې ۸۱۸۰۰ تنه د کرونا پر ویروس اخته شوي دي.
خو امریکا کې تر دې دمه ټولټال ۸۵زره او ۵۰۰ تنه د کرونا له ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي.
سره له دې چې امریکا کې د کرونا ویروس په چَټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی، د دغه هیواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي خلک بیرته خپلو کارونو ته ورګرځوي.
ټرمپ ویلي خپلو کارونو ته د خلکو بیرته ګرځيدو سره به هغوی ټول روغتیایي سپارښتنې په پام کې نیسي.
رپوټونه ښيي چې امریکا کې د کرونا تر خپریدو وروسته ۳.۳ میلیونه کسانو خپل کار له لاسه ورکړی دی.
ټرمپ داهم ویلي چې چین د کرونا ویروس د تلفاتو په اړه سمې شمیرې نه دي ورکړي او په وینایي چې چین کې د قربانیانو شمیر له ښودلې شویو شمیرو زیات دی.
سره له دې چې چین د دغې ناروغۍ په کابو کولو کې برلاسی شوی دی، خو ویل کیږي تر پنځو وروځو وروسته یې یوه مثبته پيښه چې په کور د ننه وي، پکې ثبت شوې ده.
چیني چارواکو نن د کرونا ۵۵ نوې پيښې ثبت کړې چې ۵۴ یې له بهیره ورغلي کسان دي.
په همدې حال کې په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر تر نیم میلیونو اوښتی دی او د تیرې ورځې تر ماښامه د کرونا د ناروغانو شمیر ۵۰۳زره تنه ښودل شوي و.
یواځې په اروپا کې د کرونا ناروغانو شمیر تر ۲۵۰زرو اوښتی دی.
زموږ په ګاونډ هیواد، پاکستان کې هم تر دې دمه ۱۲۰۰ تنه د کرونا ناروغۍ باندې اخته شوي دي.
همداشان په هند کې هم ۱۵۰۰ تنه له دې ناروغۍ سره مخ دي.
افغانستان کې بیا څلور کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي او ۹۲ نور پرې اخته دي.