غزني ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیس وایي چې، په غزني ښار کې یې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې کې د وسله والو طالبانو نومول شوي قاضي په شمول درې طالب وسله وال نیول شوي.
دغه راز ددغه ولایت پولیس وایي، د غزني ښار د دویمې حوزې له اړوند سیمو د دوه نورو عملیاتو په لړ کې د وسله والو طالبانو دوه کلیدي غړي هم نیولي دي.
بلخوا د پکتیکا ولایت چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې، افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ رخه کې عملیات کړی چې د نښتې پر مهال څلور وسلوال طالبان وژل شوي وي.
دې ته ورته د کورنیو چارو وزارت وایي، د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ پولیسو د وسله والو طالبانو یو بل کلیدي غړی هم نیولی او زیاتوي چې یاد کس د رستاق ولسوالۍ پر مېشتو د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو قصد درلود.
همهاله د کورنیو چارو وزارت وایي چې، په هلمند کې امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، افغان ګډو امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج، ناوې او سنګین ولسوالیو او د لښکرګاه ښار سورګدر ۶۱۱ لویې لارې کنډک اړوند سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.