د میدان وردګو ښاروالې، ظریفه غفاري باندې د کابل په خوشحال خان مېنه کې وسله وال برید وشو.
د کابل د پولیسو مرستیال ویاند، مروه میني یک تلویزیون ته وویل چې نن یکشنبې له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د کابل پنځمې حوزې اړونده سپین کلي سیمه کې د ظریفه غفاري پر موټر نا معلومو وسله والو ډزې کړي دي.
د اغلې امیني په وینا په دې پيښه کې ظریفه غفاري ته کوم زیان نه دی اوښتی.
پولیس وایي دوی د برید کوونکو د نیولو په هڅه کې دي.
ظریفه غفاري څه موده وړاندې د امریکا له لوري د زړورې ښځې جایزه هم اخیستې وه.