د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۹۷ مشکوکو پيښو له څیړلو وروسته ۱۰ پيښې یې مثبتې راوتلي دي.
ښاغلي فیروز دا څرګندونې نن یکشنبه په یوه خبري غونډه کې کړي دي. د فیروز په وینا دوه پيښې په کابل او اته نور په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي. په دې سره په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پيښو شمیر ۳۴ ته ورسی.
په نویو ثبت شویو پيښو کې ۳ یې په هرات، ۲ په زابل٬ ۲ تنه کابل کې بهرني ډیپلوماټان او یوه یوه په بلخ، غزني او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې ده.
ښاغلي فیروز په خپلو خبرو کې وویل د ولسي جرګې دوه تنه غړي هم مشکوک دي، چې وروسته به یې پایله اعلان شي.
د عامې روغتیا وزیر له حکومته غوښتنه وکړه چې د افغانستان لویدیځ ولایت، هرات قرنطین کړي، ترڅو دغه ناروغي نورو ولایتونو ته انتقال نشي.