د کابل کندهار پر لویه لاره د زابل په مربوطاتو کي ټرافېکي پېښې لسو ته مرګ ژوبله اړولې.
دا پېښه پرون یکشنبې مازدیګر د زابل ولایت اړوند د پښ کندې په مربوطاتو کې د کاسټر او سراچې موټر د ټکر کیدو له امله رامنځته شوې ده.
په پيښه کې ۴ تنه مسافر مړه شوي او ۶ تنه نور زخمیان شوي دي.
د زابل د والي وياند، ګل اسلام سيال ویلي چې ټپيان او وژل شوي ټول نارينه دي.
دا لومړی وار نه دی چې د هیواد لویو لارو کې د ترافیکو پيښو له امله خلکو ته زیان اوړي، بلکې هر کال سلګونه کسان دغه شان پيښو وژل کیږي.
د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو په پام کې نه نیول، د دې پيښې اصلي عوامل بلل کیږي.