د افغان حکومت د اړيکو د لومړنی پلاوي د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره له لېدنې پرته بېرته کابل ته راغلی دی.
دې پلاوي د يو شمير بهرنيو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د افغانستان د سولې پروسي په اړه لېدلي او خبري يې ورسره کړي دي.
دغه پلاوی قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کیدولو پرمهال د دې لپاره لیږدول شوی و چې طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي. خو طالبانو د حکومت دغو استازو سره له لیدنې ډډه وکړه.
د ملي امنیت شورا د اعلامیې پر بنسټ دغه پلاويپه خپل سفر کې د قطر د ملي امنیت د سلاکار او د سولې لپاره د یاد هیواد د ځانګړي استازي، د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او په دوحه کې د امریکا د ټولو لوړپوړو استازو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې د افغانستان لپاره د المان د ځانګړي استازي او په دوحه کې د جرمني له سفیر، د افغانستان په چارو کې د ناروې هیواد له ځانګړي استازي او د دوحې د انساني مطالعاتو او منازعاتو د مرکز له مشر سره ګټور ملاقاتونه درلودل.
ملي امنیت شورا ویلي چېراتلونکي پلاوی به د ملي امنیت شورا د دفتر تر قیمومیت لاندې دوحې ته سفر وکړي.