په ایران کې تیره ورځ په ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دی.
په همدې موده کې له ۱۰۰۰ زیات کسان پر کرونا اخته شوي او تر دې دمه دغه هیواد کې د مړو شوو کسانو شمیر د۲۰۲ تنو ته رسیدلی دی.
په امریکا کې هم په دې ویروس باندې د اخته کسانو شمیر۴۴۵ تنو ته رسیدلی او۱۹ تنه نور مړه شوي دي.
بله خوا د بریتانیا دولت اعلان کړی دی چې ۱۶ میلیونه وګړي یېد کرونا ویروس د مخنیوي له پاره قرنطین کړي دي.
په ایټالیا کې د وژل شویو کسانو شمیر یو۱۰۳ تنه دي او ۷زره نور بیا پرې اخته شوي دي.