د محمد محقق او کریم خلیلي په ګډون یو شمیر مشرانو د کابل د تیرې ورځې د پيښې د جدي څیړنې غوښتنه وکړه.
دوی نن شنبې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې.
د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د خپلو خبرو په جریان کې وویل د تیرې ورځې پيښه کې مشکوک لاسونه هم شته، چې باید د ولسمشرۍ ماڼۍ، اجراییه ریاست او ولسي جرګې یو پلاوی دغه پيښه وڅيړي او ګرم پکې معلوم کړي.
ښاغلي محقق د ګیلي په ډول وویل د داسې یوې لوی ناورین له رامنځته کیدو سره سره، حکومت او بهرنیانو داسې انګیرله لکه هیڅ پيښه چې نه وي شوې.
محقق وویل یو شمیر کسانو د دې لپاره چې د خلکو پر وژل کیدو خواخوږي وښيي، دوی یې پر دې ګرمول چې ولې یې غونډه نیولې ده.
په همدې ډول د سولې عالي شورا مشر، کریم خلیلي هم پر حکومت غږ وکړ چې پر دې پيښې د نورو هغو په څیر سترګې پټې نه کړي او باید چې جدي څیړنه وشي او خلکو ته ځواب ورکړل شي.
د کابل په لویدیځ کې تیره ورځ د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین مراسمو کې د وسله والو د برید په پایله کې ۳۲ تنه ولسي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.