افغان ولسمشر اشرف غني وایي طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره افغان پلاوی به د کب میاشتې تر شلمې نیټې پورې چمتو ووسي.
ښاغلي غني نن شنبې سهار په ولسي جرګه کې د ملي شورا د اولسمې دورې د دویم نقنیني کال پرانستغونډه کې خبرې کولې.
هغه وویل افغان پلاوی به طالبانو سره خبرو کې د حکومت تر چتر لاندې د جمهوریت د ارزښتونو دفاع کوي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا او طالبانو د هوکړې سره سم، د کب میاشتې په شلمه نیټه د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پیل شي.
طالبانو له وړاندې دغه پړاو ته د چمتووالي اعلان کړی دی، خو حکومت تر اوسه دغو خبرو لپاره خپل پلاوی نه دی اعلان کړی.
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان اوس په یو حساس او تاریخي پړاو کې قرار لري او په کار دی چې د سولې بهیر کې د فرصتونو او خطرونو پر شتون تمرکز وکړو.
له دې وړاندې پر اشرف غني داسې نیوکې کیدلی چې ګني د سولې راوستو لپاره لیوالتیا او اراده نه لري او غواړي چې د خپل مقام ساتلو لپاره د سولې مخه ونیسي، خو ولسمشر غنی نن په خپلو خبرو کې وویل چې د سولې پروسه کې د هغه تدبیر او استقامت هیڅ کله د سولې د مخالفت په مانا نه دي، بلکې د هیواد سترو ګټو ساتلو لپاره د هغه د لوړې له امله دي.
ولسمشر غني له مشرانو جرګې او ولسي جرګې هم وغوښتل چې د مصالحې عالي شورا کې د ګډون لپاره خپل استازي تر سبا ولسمشرۍ ماڼې ته ور وپيژني.
په دغو استازو کې د مشرانو جرګې یوه میرمن او یو نارینه او د ولسي جرګې دوه میرمنې او درې نارینه شامل دي.
اشرف غني د طالب بندیانو خوشې کیدو موضوع ته هم اشاره لرله.
هغه وویل دغه بندیان به د یو شفاف بهیر له مخې او په دې ضمانت سره چې بیرته به د جګړې لیکو ته نه ځي، خوشې کیږي.
ولسمشر له دې وړاندې د بین الافغاني خبرو له پيلیدو وړاندې د طالب بندیانو د خوشې کیدو سره مخالفت کړی و.