وسله والو طالبانو هغه خبرونه رد کړل، چې کني د امریکا او طالبانو ترمنځ پټ اسناد لاسلیک شوي دي.
د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند، سهیل شاهین، په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دوی یواځې یو تړون چې رسنیو کې خپور خپور شوی، له امریکا سره لاسلیک کړی دی.
شاهین لیکلي: “زمونږ او د امریکا ترمینځ هیڅ ډول پټ اسناد نشته. یوه توافقنامه ده چې په مطبوعاتو کې راغلې او بل د توافقنامې تشریح ده چې د توافقنامې هر بند تشریح کوي او د تطبیق میکانیزم یا ضمایم بلل کیږي. ددې علاوه بل هیڅ سند نشته.”
شاهین ځیني کړۍ د پروپاګند پر خپرولو تورن کړي دي، خو د کوم شخص یا رسنۍ نوم یې نه دی اخیستی.
دا غبرګون له هغه وروسته ښودل کیږي چې یو شمیر غربي رسنیو څو ورځې وړاندې د طالبانو او امریکا ترمنځ د پټو اسنادو د شتون خبر ورکړ.
د دغو رسنیو د رپوټ پر بنسټ، د طالبانو او امریکا تړون کې دوه مادې داسې دي چې یوازې د کانګرس غړو او ځانګړو کسانو لوستي، خو له عامو خلکو پټې ساتل شوې دي.