الجزیرې خبري شبکې خبر ورکړی چې، په قطر کې امریکایي او طالب استازي په افغانستان کې د ۱۴ میاشتني لنډمهاله حکومت په جوړېدو هوکړه کړې ده، خو وسله والو طالبانو او امریکایانو هغه رپوټونه رد کړي دي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر کې ویلي:«کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپریږي، حقیقت نلري.»
ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازې زلمي خلیلزاد هم د موقت حکومت په اړه خپاره شوې ریپوټونه ناسم بللي دي.
نوموړي په ټویټر کې ویلي: «هغسې چې د طالبانو ویاند مخکې ویلي، موږ د موقت حکومت په تړاو هیڅ خبرې نه دي کړې. د حکومتولۍ پرېکړې به افغانان په بین الافغاني خبرو کې کوي.»
لدې وړاندې سهیل شاهیند پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته ویلي چې، امریکا او طالبان له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش په اړه هوکړې ته رسېدلې دي.
ورځپاڼه د سهیل شاهین له قوله لیکي چې، سهیل شاهین پرون جمعه له ډان ورځپاڼې سره په تلیفوني مرکه کې ویلي چې، امریکایي او طالب استازو پرون جمعه د ځواکونو د وتلو په اړه عمومي خبرې کړې دي او ټاکل شوې نن شنبه به ددغې هوکړې د عملي کولو په لارو چارو خبرې وشي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې خبر داسې مهال ورکول کیږي چې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه له غرمې وروسته د یوه لوړپوړي پلاوی په مشرۍ د رسمي سفر په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني او ملګری پلاوی به یې ددغه سفر په لړ کې د عمرې مراسمو د پرځای کولو تر څنګ د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او ددغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.