افغان ولسمشر اشرف غني وویل د طالبانو د ۵۰۰۰ زندانیانو ازادولو لپاره هیڅ ژمنتیا نشته او دوی په دې تړاو هیڅ هوکړه نه ده کړې.
په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه کې له بین الافغاني خبرو وړاندې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د ازادولو خبره شوې ده.
ولسمشر غني چې نن یکشنبې یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل چې د یاد شمیر بندیانو ازادیدل په تخنیکي لحاظ هم امکان نه لري.
ولسمشر غني وویل طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د پلاوي جوړولو باندې هم کار روان دی او دا پلاوی به ډير ژر اعلان شي.
د غني په خبره، د زندانیانو خوشې کولو باندې بین الافغاني خبرو کې پریکړه کیږي.
طالبانو د بندیانو خوشې کیدل د بین الافغاني خبرو پیلیدو لپاره یو شرط ټاکلی دی.
ښاغلي غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغان پلاوی به له کومو څيرو ټاکل کیږي، وویل دا پلاوی چې هرڅوک وي د افغانستان اسلامی جمهوریت نه به دفاع کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د دې پلاوي غړي به له لسو زیات نه وي، خو د پریکړو صلاحیت به نه لري.
د غني په خبره د بین الافغاني خبرو اترو په تړاو وروستۍ پریکړه به لویه جرګه، اساسي قانوني او یا د افغانستان خلک کوي.