د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني نن شنبه له غرمې وروسته د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د رسمي سفر په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په لړ کې مکې معظمې ته لاړ شي او د عمرې مراسم به پرځای کړي.
ټاکل شوې ولسمشر غني به د خپل سفر په لړ کې د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او ددغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.
دا په داسې حال کې دي چې، پاکستاني رسنیو د طالبانو له قوله ویلي چې، په قطر کې طالب او امریکایي استازي له افغانستان نه بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون جمعه د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې، طالبان له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش په اړه هوکړې ته رسېدلي دي او زیاتوي چې، اوس مهال ددغې هوکړې د عملي کولو پرمیکانیزم کار روان دی.