د کرونا د ویروس لومړنۍ مثبته پيښه په هرات ولایت کې ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز نن دوشنبې په یوه خبرې غونډه کې وویل چې پرون په هرات کې درې مشکوک کسان په نښه شوۍ و چې له معایناتو وروسته یو پکې د کرونا مثبته پیښه وه.
ښاغلي فیروز په هرات ولایت کې د بیړني حالت اعلان وکړ او له ټولو هوایي او ځمکنیو ټرانسپورټي شرکتونو یې وغوښتل چې دغه ولایت ته تګ راتګ بند کړي.
د روغتیا وزیر وویل پر ویروس ککړ کس په وخت پيژندل شوی او اوس حال کې په قرنطین کې دی او له نورو سره هیڅ اړیکه نه لري.
دغه کس ۳۵ کاله عمر لري چې په نږدې وخت کې د ایران له قم ښار نه هرات ته راغلی و.
کرونا ویروس د نړۍ نږدې ۳۰ هیوادونو کې خپور شوی دی، خو افغانستان کې له دې امله چې د درملنې او مخنیوي امکانات او پوهه یې کم دي، د اندیښنې وړ بلل شوی دی.