د طالبانو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي کموالي پر سر د هوکړې له مخې ټاکل شوې ده دغه اووه ورځنی بهیر نن شپه دولس بجې پيل شي.
د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې له مخې د تاوتریخوالي بهیر د فبروروي له ۲۲ نېټې پيلیږي او ددې میاشتې ۲۹ مې پورې به دوام کوي، چې ددې ازمایښتې بهیر تر پایته رسېدو وروسته به د سولې هوکړه لاسلیک شي.
د ملي امنیت شورا ویاند، جاوید فیصل یک تلویزیون ته وویل د نن شپې دولس بجې د تاوتریخوالي د کمیدو نیټه پيلیږي.
د افغانستان حکومت هم د دغه بهیر پیلیدو لپاره د پوره چمتووالي اعلان کړی دی.
دا چې د تاوتریخوالي کمیدل په څه مانا ده او دغه بهیر به څنګه پرمخ ځي، په اړه یې زیات جزیات نه دي خپاره شوي.
ځیني شنونکي وایي په دې بهیر کې به طالبانو پر ښارونو بریدونه نه کوي، لویې لارې به نه بندوي او ځانمرګي بریدونه به نه ترسره کیږي او پر وړاندې به یې حکومت او بهرنیان خپل عملیات بندوي.
همداشان ټاکل شوې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک کیدو وروسته په راتلونکو لسو ورځو کې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پيل شي.
خو د افغانستان حکومت تر اوسه طالبانو سره د مذاکراتو لپاره پلاوی نه دی اعلان کړی.
د دغه پلاوي جوړیدو پر سر د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ له پخوا اختلافونه موجود دي.